انصار: ( د غبرګولی۷مه)، د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې وروستیو سیلابونو ۸۰ زره کسان زیانمن کړي دي.
دغه سازمان په بدخشان ولايت کې د يوې کورنۍ د لسو غړو پر وژل کېدو خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د راپورونو له مخې، په بدخشان کې پر انساني تلفاتو سربېره د استوګنې کورونه او سړکونه هم ويجاړ شوي دي.
د يادونې ده، چې وړمه شپه د بدخشان په مرکز کې له سخت باران وروسته د پنځو جوزونو سېلاب راووت او د فيض اباد ښار په "مورچک" کلي کې يې د يوې کورنۍ لس غړي وژلي وو.
د سمنګان ولایت د روی دواب ولسوالۍ په مرکز کې هم سېلابونو راوتو لسګونه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې زیانمنه کړې ده.
په دې وروستيو کې د هېواد په شمال، شمال ختيځ او شمال لوېديځو ولايتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر زيانونه او ځاني زيانونه اړولي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31788